Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر خلک: نوی کابل‌بانک دې هلمند کې خپلې څانګې ډېرې کړي

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): هلمند کې یو شمېر خلک وايي، په دغه ولایت کې د کابل بانک یوازې یوه څانګه ده چې خلکو ته پر وخت خدمات نه شي عرضه کولی او د پیسو اخیستو پر مهال له ستونزو سره مخ وي.

هغوی له حکومته غواړي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دې هم د کابل بانک څانګې پرانیستل شي څو خلکو ته د پیسو اخیستل اسانه شي.

د هلمند د موسی‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکي قاري احمد‌شاه چې له کابل بانکه د خپل معاش اخیستو په موخه لښکرګاه ښار ته راغلی وايي، هلمند لوی ولایت دی، بانکونه باید د ولایت نفوس او پراخوالي ته په پام خپلې څانګې فعاله کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه مجاهد یم، نن مې دویمه ورځ ده چې له کابل بانکه د معاش اخیستلو په موخه نوبت ته تېروم؛ که چېرې په موسی‌کلا ولسوالۍ کې هم څانګه پرانیزي نو خلک به له ستونزو خلاص شي.»

دی وايي، له موسی‌کلا تر مرکز لښکرګاه یې ۱۵۰۰ افغانۍ د لارې کرایه شوې او په وینا يې، د خلکو اقتصاد خراب دی، د دومره لګښتونو توان نه لري.

نوموړی زیاتوي چې د هلمند نفوس او پراختیا ته په پام سره دې خلکو ته بانکي اسانتیاوې برابرې شي او د شته بانکونو څانګې دې ډېرې شي.

د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی فیض‌الله هم وايي، له درېیو ورځو راهیسې مرکز لښکرګاه ته راغلی، تر اوسه نوبت نه دی ور رسېدلی چې خپلې پیسې واخلي.

هغه وویل، د دوی په ولسوالۍ کې کابل بانک څانګه نه لري نو ځکه په خپل معاش پسې لښکرګاه ته راغلی خو د خلکو ګڼه‌ګوڼه ډېره ده، ښايي د نوبت لپاره څو نورې ورځې هم پرې تېرې شي.

په عین وخت کې بیا هلمند کې د کابل بانک مرکزي څانګي مرستیال قاري بشیراحمد سهار د خلکو ستونزې مني خو وايي، هڅې یې پيل کړې چې دغه ستونزه حل کړي.

هغه زیاتوي، مرکزي دفتر ژمنه ورسره کړې چې په هلمند کې به خپلې څانګې ډېرې کړي څو خلک په اسانۍ خپل معاشونه ترلاسه کړي.

بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض هم وايي، په هلمند کې د بانکونو د څانګو زیاتېدو لپاره هڅې روانې دي او په وینا يې، په دې لړ کې تېره اونۍ په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د کابل بانک یوه څانګه فعاله شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.