Language

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۳۷ افغان کډوال نیولي

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د راپورنو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په چناق‌قلعه ولایت کې ۳۷ افغان کډوال نیولي دي.

اناتولي اژانس تېره ورځ (یک‌شنبه) راپور ورکړی چې د ترکیې د ژاندارمري ځواکونو د چناق‌قلعه ولایت په ایواجیک سیمه کې یاد شمېر غیرقانوني افغان کډوال پېژندلې او نیولي يې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په یادو کسانو کې ۱۱ ښځې، ۱۰ سړي او ۱۶ ماشومان شامل دي او یو بل کس هم د خلکو د غیرقانوني لېږد (قاچاق) په تور نیول شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د غیرقانوني کډوالو اړوند دری کښتۍ پارکینګ ته لیږدول شوې او دغه کسان د ایواجیک کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د سه‌شنبې په ورځ هم د ترکیې امنیتي ځواکونو د افغانانو په ګډون ۱۴۰ غیرقانوني کډوال د دغه هېواد په ادیرنه او چناق‌قلعه ولایتونو کې نیولي وو.