Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ستانکزی: امریکا اوس هم د افغانستان هوايي حریم نقضوي

[restrict paid="true"]

پاراخ (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وایي، امریکا او ناټو په افغانستان کې نظامي ماتې خوړلې خو اوس سیاسي او استخباراتي جګړه پر مخ وړي.

نوموړي دا څرګندونې پرون پنجشېر ولایت ته د سفر پر مهال یوې ولسي غونډې ته کړې چې په کې د ځایي چارواکو ترڅنګ ګڼ شمېر خلکو هم ګډون درلود.

هغه ملي یووالی د هېواد لپاره مهمه اړتیا وګڼله او له ټولو سیاسي مخالفینو یې وغوښتل چې هېواد ته ستانه او په بیارغونه کې ونډه وخلي.

ستانکزي وویل چې دوی د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په رڼا کې د نجونو زده‌کړ ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه: «د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو تړل وخت اخلي، خو هیله ده چې ډېر ژر دا پرانیستل شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې د افغانستان هوایي حریم د امریکا له خوا نقض شوی او زیاته یې کړه چې امریکا د نورو هېوادونو هوايي حریمونه نقض کړي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.