Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د پخواني حکومت یو افسر وژل شوی دی

کندهار (پژواک، ۲۸ وږي ۱۴۰۲): د کندهار ولایت مقام وایي، تېره اونۍ د امنیتي کسانو ګزمه د دغه ولایت په مرکز کې د پخواني حکومت د ملي اردو له یو ټپي افسر سره مخ شوې وه خو کله یې چې روغتون لیږدوه هلته یې ساه ورکړې ده.

د کندهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي: «د تېري پنجشنبې په ماسختن ناوخته د یولسمي امنیتي حوزې ځواکونه په ګزمه بوخت وو، او په سېمه کي روان وو چي ګوري خلیل‌احمد اخلاقي د دوستم خان زوی… چې د پخواني حکومت پر مهال د ملي اردو افسر وو، په دغه شپه د عینومیني پر شپږم سړک په سخت ټپي حالت کي پروت وو، په چړو وهل سوی وو او یو بایسکل هم ور سره ولاړ وو. نوموړي د سختو ټپونو له امله خبري نسوای کولای؛ خو یوازي او یوازي یې په لاسونو اشارې کولې، چي تر هغه وروسته د مجاهدینو لخوا ژر تر ژره میرویس حوزوي روغتون ته انتقال سو؛ خو له بده مرغه هلته یې ساه ورکړه.»

سرچېنې لیکلي، تر یادي پيښي وروسته امنیتي ځواکونو سېمه ه محاصره کړه تفتیش او پلټنه یې وکړه او لا هم د پیښي د عاملینو د پيدا کېدو هڅي رواني دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس لامل یې کورنۍ شخصي ستونزه وه.

د کندهار ولایت مقام زیاته کړې، پر ټولنیزو رسنیو چي کومي څرګندوني یا اندیښنې خپریږي، هغه ټولي بې ځایه او هیڅ حقیقت نه لري او د اسلامي امارت ځواکونو عفوې ته درناوی لري.

د یادونې ده چې تر دې مخکې ځینې راپورونه خپاره شوي دي چې ګواګي خلیل‌احمد اخلاقی د امنیتي کسانو له لورې وژل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.