ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د انګورو یو شمېر بڼوال له حکومته خپلو ممیزو (ابجوشي) ته نړۍوال بازار غواړي 

کندهار کې د انګورو یو شمېر بڼوال له حکومته خپلو ممیزو (ابجوشي) ته نړۍوال بازار غواړي 

author avatar
19 Sep 2023 - 11:34
کندهار کې د انګورو یو شمېر بڼوال له حکومته خپلو ممیزو (ابجوشي) ته نړۍوال بازار غواړي 
author avatar
19 Sep 2023 - 11:34

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): کندهار کې د انګورو یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال یې که څه هم د باغونو حاصلات ښه شوي او په ښه کیفیت ممیز (ابجوشي) یې تولید کړي خو د بازار له نشتوالي شکایت لري او له حکومته غوښتنه کوي څو محصولاتو ته یې له هېواده بهر مناسب بازار پیدا کړي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یوه باغ‌لرونکي کریم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ يې د نورو کلونو په پرتله د غټو انګورو حاصل ښه و او اوس يې تازه له انګورو د ابجوشو جوړولو بهیر پيل کړی دی.

هغه زیاته کړه، اقتصاد یې د خپلو باغونو پر حاصلاتو ولاړ دی خو کله چې بازار ونه لري او بيې یې ټيټي وي بیا نو خپل لګښت هم نه شي پوره کولي.

هغه وویل: «زموږ ټوله هستي دغه ده، ټول کال مو پورونه کړي وي نو کله چې ابجوشې (ممیز) یو څه ښه بیه ولري نو بیا ګټه کوي خو که چېرې یې بیه ټیټه وي نو بیا موږ هغه خپل پورونه هم نه شو ادا کولای، نو د ښې بیې لپاره باید ابجوشې ډېرو هېوادونو ته صادر شي.»

بلخوا د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک ته وویل: «تېر کال د ۳۲ میلیونه، ۲۵ زره او ۴۷۷ ډالرو په ارزښت ۱۰ زره ۴۳۶ ټنه ابجوشي هند او پاکستان ته صادر شوي وو.»

د هغه په وینا، سږ کال تر اوسه د نوو ابجوشو صادرات نه دي پيل شوي خو تمه لري چې صادر شي؛ ځکه کیفیت یې تر پخوا ښه دی.

دغه راز د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی او د ابجوشو سوداګر حاجي عبدالهادي بیا وايي چې تېر دوه کلونه د ممیزو (ابجوشي) بیه ښه وه خو سږ کال لوېدلې ده.

د هغه په خبره، ښه ممیز یو کیلوګرام له ۳۰۰ څخه تر درې‌نیم سوه افغانۍ بیه لري خو تېر کال یې بیه له ۴۵۰ تر۵۰۰ افغانۍ پورې وه.

نوموړي زیاته کړه: «تېر کال هند ته باران وهلي ابجوشي صادر شول نو هغه لا تجارانو ته تر اوسه پراته دي؛ زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ ابجوشو ته له هند پرته نور نړۍوال بازارونه هم پیدا شي، څو په ښه ارزښت وپلورل شي.»

د ابجوشو یو پلورونکی عسي‌محمد هم وایي، اوس مهال تر ټولو ښه ابجوشي یو کیلوګرام په ۳۲۰ افغانۍ پلوري.

هغه زیاته کړه: « سږ کال د ابجوشو بیه ډېره لوېدلې ده، یو کیلوګرام په ۳۲۰ یا ۳۳۰ خرڅیږي خو تېر کال موږ ښه ابجوشي یو کيلوګرام په ۵۰۰ افغانۍ هم خرڅول.»

بلخوا بیا د ابجوشو پلورونکي وايي، د ممیزو بیې ځکه ټیټې دي چې له هېواده بهر نه صادرېږي او داخل کې هم بازار نه لري.

د خالداحمد په نوم یو بل کس چې په کندهار ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري وايي: «ابجوشي ځکه ارزانه شوي چې دلته یې خلک د پخوا په څېر ډېر نه رانیسي او بل نورو هېوادونو ته هم ډېر نه وړل کېږي نو ځکه هغه ابجوشي چې تېر کال په څلور سوه افغانۍ یو کیلوګرام وو، سږ کال په درې سوه افغانۍ دي.»

دغه راز د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر پنځه زره هکتاره ځمکه د غټو انګورو باغونه چې ابجوشي ترې جوړېږي، شته.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنيزو چارو امیر مولوي شمس‌الرحمن موسي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د اټکل له مخې له یادو پنځه زره هکتاره باغونو ۱۷ زره ټنه انګور ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله په کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه: «سږ کال د ایته انګورو هغه چې ابجوشي ترې جوړیږي، حاصل د اټکل پر اساس څه کم ۱۷ زره ټنه وو او تر تېر کال لس سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.»

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.