Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراهي: د ا.ا له واکمنېدو وروسته نږدې ۳۰ نوو رسنيو فعالیت پيل کړی

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال وایي، په افغانستان کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې شاوخوا ۳۰ نوو رسنیو - چې ډېرې یې غږیزې دي - فعالیت پیل کړی دی.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي یادې څرګندونې نن پژواک خبري اژانس ته وکړي.

هغه وویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو سره، د ۲۵ او ۳۰ ترمنځ بېلابېلو رسنیو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته د فعالیتونو جوازونه اخیستي چې ډېرې یې راډیوګانې دي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې خپل نشرات پيل کړي دي.»

د افغانستان د ژورنالېستانو ټولنې معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۸۰ ټلوېزیونونه، څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې، نږدې لس خبري اژانسونه او ۱۴ چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د وړم کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته له ۷۰ ډېر ټلوېزیونونه، له ۱۰۰ ډېرې راډیوګانې او له ۱۰۰ ډېر خبري اژانسونه او چاپي رسنۍ تر ډېره د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې پژواک ته ویلي چې په هيڅ هېواد کې د مطبوعاتو ارزښت له چا پټ نه دی او د پياوړتيا لپاره يې بايد هڅې وشي.

ده ویلي وو، اسلامي امارت هم هڅه کوي چې له مطبوعاتو سره ښه همغږي ولري، ستونزې ورته حل کړي او په اقتصادي برخو کې همکاري ورسره وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.