محمودراقي (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوه کرولا موټر چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ لس کسان ټپيان شوي دي.
د کاپيسا امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن سهار د دغه ولایت د مرکز اړوند په سنګبریده سیمه کې شوې ده.
سرچینه دغه راز کاږي، په یاده پېښه کې پنځه ښځې، څلور نجونې، یو هلک او یو موټرچلوونکی چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي، ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، ټپیان شوي د ننګرهار د خوګیاڼي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، غوښتل یې د ننګرهار له لارې د کاپیسا تګاب ولسوالۍ ته لاړ شي چې له دې پېښې سره مخ شول.
د دې پېښې لامل د سړک د سور کموالی او د چلوونکي بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن