پاراخ (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د پنجشېر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د پنځه میلیون او ۷۰ زره افغانیو په لګښت دوه کیلومټر سړک، د موټر تګ راتګ لپاره پُل او د اوبو شپږ کیلومتر کانال جوړ شوي دي.
د پنجشېر د اطلاعات او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یادو پروژو کې د دوه کیلومتر سړک، د موټر د تګ راتګ لپاره پُل او د اوبو شپږ کیلومتر کانال جوړول شامل وو چې د ابشار ولسوالۍ په «قلعه تري» سیمه کې پلې شوې دي.
هغه وایي چې د یادو پروژو د پلې کولو لپاره دوه میلیون او یو سل اویا زره افغانۍ د انساني مرستو همغږي کوونکې موسسې «CHA» او دوه میلیون او نهه سوه زره افغانۍ د سیمې خلکو مرسته کړې ده.
ملکزاده څرګنده کړه چې د یاد کانال په جوړېدو د سلګونه جریب ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شوې او د سړک او پُل په جوړولو سره د څه باندې دوه سوه کورنیو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو پلې کولو ته خوښ دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي ظریفالله پژواک ته وویل: «خلک د بیارغولو او جوړولو غوښتونکي دي، له پخوا راهیسې په ابشار ولسوالۍ کې د بیارغولو او جوړولو برخې ته پام نه دی شوی او اوس خلک په دې برخه کې له حکومت سره په هر اقدام کې همکار دي.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن