کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): کابل کې د ترکیې سفارت وایي، له افغانستان سره د دغه هېواد ۲۰ ټنه مرسته شوي طبي توکي کابل ته راورسېدل.
په افغانستان کې د ترکيې سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد طبي توکي پرون د دغه هېواد هوايي ځواکونو یوې باروړونکې الوتکه کې کابل ته رارسېدلي دي.
د راپورونو له مخې، د روان کال د چنګاښ په مياشت کې اروپايي ټولنې هم له افغانستان سره د سل ټنه طبي توکو او درملو مرسته کړې وه.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن