فېروزکوه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د غور امنيه قومانداني په دغه ولايت کې د نشهيي توکو د ۲۰ کارخونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وويل، د نشهيي توکو د تولید دغو ٢٠ کارخونو په فېروزکوه ښار او تولک، دولينه، پسابند، چهارسده، مرغاب، لعل او سرجنګل ولسواليو کې فعاليت درلود.
هغه زياته کړه: «د تېرې اونۍ په بهير کې زموږ د امنيتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو ولسواليو کې د نشهيي توکو ډېر شمېر کارخانې کشف او له منځه وړل شوې او په دغو فابريکو کې څه باندې ٨١ زره کيلوګرام یامه، کاري وسايل چې د نشهيي توکو په توليد کې ترې کار اخیستل کېده، زموږ د ځواکونو لاسته ورغلي دي.»
د نوموړي په وينا، د يادو کارخانو په تړاو ١٨ کسان نيول شوي چې د ځینو کسانو دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.
بدري دغه راز وويل چې په پسابند ولسوالۍ کې د نشهيي توکو په يوه کارخونه کې چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه: «د دغه ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید په يوه کارخونه کې د چاودنې له امله څلور قاچاقچیان چې د هلمند او غور ولايتونو اوسېدونکي دي، ټپيان شوي.»
د غور اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د تولید کارخونو د له منځه وړلو هرکلی کړی دی.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن