فراه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټيټه شوې چې له امله يې د انارو شاوخوا ۳۳۶ هکټاره باغونه وچ شوي دي.
د فراه د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیر عبدالخالق شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال په فراه کې اته زره ۴۲۲ هکټاره د انارو باغونه ثبت شوي وو او سږ کال دغه شمېر اووه زره ۷۵۰ هکټارو ته ټیټ شوی دی.
د هغه په وینا: «زموږ د محاسبې له مخې په فراه کې د انارو باغونه د تېر کال په نسبت ۶۷۲ هکټاره کم شوي چې له دې جملې شاوخوا ۳۳۶ هکټاره یو مخ وچ شوي او پاتې نور يې نیمه وچ یا اغیزمن شوي دي.»
هغه زیاته کړه چې وړم کال په دغه ولایت کې د انارو شاوخوا ۸۳۰۰ هکټاره باغونه ثبت شوي وو چې د همدې کال په پای کې ۱۶۸ هکټاره یې وچ شوي وو.
نوموړي وویل، دغه باغونه د مرکز اړوند یو شمېر کلیو لکه کهدانک، نوبهار، داراباد اورج او دغه راز په خاکسفید، اناردره او پشترود ولسوالیو کې وچ شوي دي.
هغه وايي، د ځمکې لاندې د اوبو کچې ټیټېدو او د انار د باغونو وچېدو موضوع يې له مرکز او همکارو موسسو سره شریکه کړې خو په وینا يې، تر اوسه په دې برخه کې مرسته نه ده شوې.
نوموړي له کروندګرو او بڼوالو وغوښتل چې د اوبو په مصرف کې سپما وکړي.
هغه وایي: «د باغونو وچېدو د مخنیوي لپاره خاصه طرحه نه لرو خو باغدارانو ته مو ويلي چې د اوبو په مصرف کې سپما وکړي او ترڅنګ یې هغه نباتات وکري چې لږ اوبه غواړي.»
بلخوا د فراه اوسېدونکي او بڼوال له حکومته غواړي چې د دوی کروندو او باغونو ته دې د اوبو پيدا کولو لپاره هڅې زیاتې کړي.
د فراه د مرکز اړوند کهدانک کلي اوسېدونکی او بڼوال حاجي شېراحمد وايي: «زموږ کلی کې ۸۰ سلنه باغونه وچ شوي، پخوا اوبه په شپږ مترۍ کې وې، خو اوس په پنځوس مترۍ کې دي، کاریزونه مو وچ شوي، ویالې اوبه نه لري، هر سړی وس نه لري چې ژورې څاګاني ووهي.»
هغه وايي، حکومت دې د خلکو وضعیت درک کړي او د کروندو خړوبولو لپاره دې اوبو ته د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي.
د فراه یو بل اوسېدونکی خیرمحمد هم وايي، له شل کالو راهیسې دوی له وچکالۍ کړېږي او ډېری زراعتي ځمکې او باغونه يې حاصلات نه لري.
هغه هم له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې په دغه ولایت کې دې کرنیزو ځمکو او باغونو ته د اوبو پيدا کولو کې له خلکو سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP