Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان: د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل د بل هر اقدام په پرتله ګټور دی

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له اوسني حکومت سره پر مستقیم تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه لار کېدای شي ‎د بل هر اقدام په پرتله ګټوره تمامه شي.

د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په اشیا سوسایټي بنسټ کې په خپلو خبروې کې ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره مستقیم تعامل کول او د دغه هېواد د مسایلو په‌تړاو له نړۍوالې ټولنې سره همکاري، د اسلام‌اباد له اساسي هڅو دي.

هغه په دې ‎خبرو کې ټینګار کړی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل کېدای شي د بل هر ډول اقدام په پرته «ښه پایله» ولري.

د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د ښځو او نجونو پر وړاندې د شته محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.