فېروزکوه (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې څه باندې لس زره کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه کړي او له منځه وړي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد نشهیي توکي د دغه ولایت له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت له ښار او ولسوالیو کشف او ضبط شوي وو.
د بدري په وینا، په یادو توکو کې ۱۰ زره کیلوګرام ومان، ۱۶۶ کیلوګرام اېف او ۴۰ لیټره شراب شامل دي چې د امنیتي ځواکونو له لوري سوځول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم دغه ولایت کې د نشهیي توکو د تولید د ۲۰ کارخونو د له منځه وړلو خبر ورکړل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP