فراه (پژواک ۳۰ وږی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې په فراه او زابل ولایتونو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بیارغونې پروژې بشپړې او پیل شوې.
د فراه د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحی سباوون وایي چې د دغه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو یوې پروژې چارې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، دا پروژه د یادې ولسوالۍ د دیوارسرخ کلي کې د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست تر څارنې او نظارت لاندې ترسره کیږي.
سباوون زیاتوي، له یادې ذخیرې چې اته میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، ۴۶۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرېږي.
د یو بل خبر له مخې، د زابل سیمهییزو چارواکو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د دوو چکډیمونو جوړېدو او ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د ياد زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي حکمتالله وویل، د دغه ولایت په شینکۍ او اټغر ولسواليو کې د ۱۴.۵ میلیون افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د نوموړي په وینا، یادې پروژې د اېچ ار ډي موسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
د یادونې ده، د کلیو پراختیا او بیارغونې او پراختیا وزارت له دې مخکې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې دې ورته چکډیمونه جوړ کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP