منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

متقي پاکستاني پلاوي ته: لویې عبوري لارې باید د امنیتي او سیاسي ملحوظاتو له امله ونه تړل شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۲ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې امنیتي مسایل دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي او لویې عبوري لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له امله نه تړل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل د وږي په ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ له یوه پلاوي سره ولیدل.

هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې پر امنیتي مسایلو سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، د بولدک - چمن دروازه کې له مسافرو سره د چلند، د سبزیجاتو او مېوو صادراتو برخه کې د اسانتیاوو برابرلو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزیټي مالونو په اړه مفصلې خبرې وشوې.

متقي ویلي: «امنیتي مسایل دې د مشترکو کمېټو له لارې حل شي او لویې عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کېږي.»

تکل زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، افغانستان او پاکستان د دوو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو په توګه باید د یو بل خلاف څرګندنو له ورکولو ډډه وکړي څو د دې سبب نه شي چې د  دواړو لورو ترمنځ فاصلې لویې شي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت پالیسي په ښه نیت او اخلاص سره بناء ده او کوښښ يې دا دی هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

سرچینې کاږي، د پاکستاني پلاوي مشر دراني په دې لیدنه کې وویل چې د سوداګرۍ او ترانزیټ او دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازدو کې د رامنځته شوو ستونزو لپاره به د حل لارې راوباسي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په ډېرو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیلوي.

نوموړي د امنیتي مسایلو په اړه د دواړو هېوادو پر همکاري ټینګار وکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي او په راتلونکي کې د هر ډول ناوړه پېښو رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې په تورخم کې د دواړو لورو ترمنځ له نښتې وروسته دکابل – او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست