ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې یوې کورنۍ خپل ماشوم په ۳۵ زره افغانۍ پلورلی

بامیان کې یوې کورنۍ خپل ماشوم په ۳۵ زره افغانۍ پلورلی

author avatar
21 Sep 2023 - 15:10
بامیان کې یوې کورنۍ خپل ماشوم په ۳۵ زره افغانۍ پلورلی
author avatar
21 Sep 2023 - 15:10

بامیان (پژواک،۳۰ وږی ۱۴۰۲): بامیان کې یوه کورنۍ وايي چې د بې‌وزلۍ له امله یې خپل درې میاشتنی ماشوم په ۳۵ زره افغانیو پلورلی، خو د دغه ماشوم مور د خپل ماشوم د بېرته ورسپارلو غوښتنه کوي.

احمدشاه چې دا مهال د باميان ولايت د مرکز اړوند د «پتاب لغمان» سيمې اوسېدونکى دى، پژواک ته یې وویل، بې‌وزلۍ د دې لامل شوه چې خپل درې مياشتنى زوى په ٣٥زره افغانيو وپلوري څو د خپلې کورنۍ د نورو غړو ژوند وژغوري.‎

هغه زياته کړه، په يوه ۷ کسيزه کورنۍ کې له ۴ زامنو او یوې لور سره ژوند کوي چې تر اوسه یې له هېڅ مرستندويه موسسې مرسته نه ده ترلاسه کړې او هر دفتر او موسسې ته چې ورغلی، منفي ځواب یې ترلاسه کړی دی.

احمدشاه چې په بازار کې په کار بوخت دی، وايي ، ملا او یو لاس یې روغتیايي ستونزه لري او دروند کار نه شي کولای.

هغه څرګنده کړه: «له سهاره تر ماښامه له ٥٠ تر ١٠٠ افغانيو عايد لرم چې په دې پيسو يوازې څو وچې ډوډۍ برابریږي او په کور کې هیڅ خواړه نشته.»

د پلورل شوي ماشوم مور وايي، کله یې چې ماشوم ۸ ورځې مخکې د وږي په ۲۲مه ترې ‎جلا شو، روحي او رواني ستونزې ورته پیدا شوې او سکون يې له لاسه ورکړ.

هغې زياته کړه چې د ماشوم جلاوالی یې د زغمولو وړ نه دى او غوښتنه کوي څو ماشوم بېرته ورکړل شي.

د ځايي شورا رییس محمدتقي وفا د دې موضوع د تاييد ترڅنګ وايي چې د باميان ولايت د ورس ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى احمدشاه يو له هغو داخلي بې‌ځايه شو دی چې نږدې پنځه میاشتې مخکې د بامیان د مرکز اړوند «پتاب لغمان» سيمې ته راغلی او له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

دغه ماشوم د رحيمې په نوم یوې ښځې چې د پنجاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې او دا مهال د مرکز اړوند په «اژدهار» کلي کې اوسېږي، اخیستی دی.

هغه ادعا کوي چې د ماشوم د پېرلو موضوع د ماشوم د مور او پلار په غوښتنه او له کومې ستونزې پرته د دواړو لورو په رضايت شوې ده.

دې ښځې زياته کړه چې د واده يې شاوخوا ٢٥ کاله کېږي او تر اوسه يې ماشوم نه لري، نو له دې امله يې دغه ماشوم اخیستی او د خپل زوی په څېر يې پالنه کوي.

د باميان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د بیا یو ځای کېدنې مسوول سيف‌الله علي‌يار پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ټولو راستنو شوو او داخلي بې‌ځايه شوو سره شته امکاتو ته په کتو مرسته کېږي.

خو هغه د پلورل شوي ماشوم په‌تړاو وويل، هڅې روانې دي څو د خلکو او مرستندويه موسسو له لارې ورته پيسې راټولې او پلورل شوى ماشوم بېرته خپلې مور ته وسپاري.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.