[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲) : د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړي بکتاش سیاوش ویلي چې پلار یې په جرمني کې په یوه مرموزه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هېواد وتلی ژورنالیست، محقق، شاعر او لیکوال محمد داوود سیاووش چې د افغانستان د لیکوالانو د ټولنې غړی هم و، له څه مودې راهیسې په جرمني کې ژوند کاوه.
د هغه زوی بکتاش سیاوش چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی و، د وږي په ۲۹مه، پر خپله فیسبوکپاڼه د خپل پلار د مرګ خبر خپور کړی دی.
هغه لیکلي: «له بده مرغه زموږ کورنۍ یو ځل بیا د غم پر ټغر کښېناسته، زموږ ښوونکی، ملاتړی او زموږ هر څه، زموږ پلار په یوه مرموزه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
بکتاش ویلي، چې پلار یې له تېرو درېیو ورځو راهیسې نادرکه شوی و، او د جرمني پولیسو نن د هغه جسد موندلی او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده، د بکتاش سیاوش کشر ورور ژورنالیست یما سیاوش درې کاله مخکې په کابل کې د هغه پر موټر چادونه کې ژوند له لاسه ورکړی و، هغه مهال یما د افغانستان بانک کارکوونکی و، خو تر هغې مخکې یې په طلوع تلویزون کې دنده ترسره کوله.
د نوموړي کورنۍ هغه مهال له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې دا پېښه په دقیقه توګه وڅېړي.
[/restrict]
Views: 1285
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن