محمودراقي (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د کاپيسا ولايت په کوهبند ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ لس کلنه دښمني چې د درېیو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د شخړو د هواري کمېسيون، علماوو او سپینږیرو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي صديقالله صياد د دغه مطلب بیانونو ترڅنګ وويل، دغه شخړه د کوهبند ولسوالۍ د اوسېدونکو شيراغا او ډاکتر محمدنادر د کورنيو ترمنځ پېښه شوې وه چې د دواړو لورو درې کسان پهکې وژل شوي وو.
هغه چې نن يې په کوهبند کې په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې، زياته کړه چې د يادو کورنيو غړو ژمنه وکړه چې تېر اختلافات به نور پریږدي.
په دې ناسته کې د کاپيسا د علماوو شورا رييس مولوي احسانالله ناصح د قومونو او قبايلو ریاست له کار او فعاليتونو هرکلى وکړ چې د ډېرو شخړو د هواري لامل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP