ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توماس وېسټ: د امریکا متحده ایالات افغانانو ته تر ټولو ستر بشردوستانه مرسته کوونکی هېواد دی

توماس وېسټ: د امریکا متحده ایالات افغانانو ته تر ټولو ستر بشردوستانه مرسته کوونکی هېواد دی

author avatar
21 Sep 2023 - 14:26
توماس وېسټ: د امریکا متحده ایالات افغانانو ته تر ټولو ستر بشردوستانه مرسته کوونکی هېواد دی
author avatar
21 Sep 2023 - 14:26

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد د افغانانو د حیاتي اړتیاوو پوره کولو لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.

توماس وېسټ نن پنج‌شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «خوښ یم چې تېره ورځ مې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له رییس مارټین ګریفیتس سره وکتل.»

هغه په یاد ټویټ کې زیاته کړې، متحده ایالات د افغانانو حیاتي اړتیاوو پوره کولو لپاره د بشري مرستو تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی.

هغه له نړۍوالو اصولو سره سم د مرستو په رسولو کې، له پلې کوونکو شریکانو مننه وکړه.

د یادونې ده، د خوړو نړۍ‌وال پروګرام له دې مخکې ویلي وو چې یاد سازمان په افغانستان کې د راتلونکې میلادي میاشتې د تېرولو لپاره کافي بودجه نه لري او خبرداری یې ورکړی و چې که بودجه يې تامین نه شي، اړ دي له افغانستانه ووځي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.