ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍواله درجه‌بندي؛ شل اوریزو کې راشد خان لومړی او مجیب څلورم شوي

د کرکټ نړۍواله درجه‌بندي؛ شل اوریزو کې راشد خان لومړی او مجیب څلورم شوي

author avatar
22 Sep 2023 - 02:16
د کرکټ نړۍواله درجه‌بندي؛ شل اوریزو کې راشد خان لومړی او مجیب څلورم شوي
author avatar
22 Sep 2023 - 02:16

اټلانټا (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان د شل اوریزو سیالیو په توپ‌اچونه کې لومړی مقام خپل کړی، مجیب او محمدنبي هم په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي.

د کرکټ نړۍواله شورا د وږي په ۳۰مه د ټسټ کرکټ، یو ورځنیو او شل اوریزو نړۍوالې درجه‌بندي اعلان کړې ده.

په ټسټ سیالیو کې د  نیوزیلینډ ویلمیسین په توپوهونکو کې لومړی، د هندوستان اشوېن په توپ‌اچوونکو کې لومړی او د هند جدیجا په الراونډرانو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د یو ورځنیو سیالیو کې په توپ‌وهنه کې د پاکستان بابر اعظم لومړی، په توپ‌اچونه کې د هند محمد سراج لومړی او په الراونډرانو کې د بنګله‌دېش شکېب الحسن لومړي مقامونه ګټلي دي.

د افغانستان مجیب‌الرحمن بیا په توپ‌اچونه کې څلورم، راشدخان پنځم او محمدنبي دوولسم ځایونه خپل کړي دي.

د شل اوریزو سیالیو په توپوهنه کې سورایا کومار یادف لومړی، په توپ‌اچونه کې د افغانستان راشدخان لومړی او په الراونډرانو کې د بنګله‌دېش شکیب‌الحسن لومړی مقامونه خپل کړي دي.

دغه راز د افغانستان محمدنبي بیا په الراونډرانو کې درېیم مقام خپل کړی دی.

Views: 443

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.