ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې سر له سبا راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز لګېږي

هلمند کې سر له سبا راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز لګېږي

author avatar
22 Sep 2023 - 14:47
هلمند کې سر له سبا راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز لګېږي
author avatar
22 Sep 2023 - 14:47

 لښکرګاه (پژواک، ۳۱ وږی  ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وايي چې سر له سبا به په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه جدي بنديز ولګول شي.

د هملند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سبا (د تلې لومړۍ نېټه) د لښکرګاه ښاروالۍ له خوا د بهرنیو اسعارو د چلښت مخنیوي په موخه کمپاین پیلېږي.

هغه زیاته کړه چې په دغه کمپاین کې له ښاروالۍ سره د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو هټۍوال، کاروباریانو او عامو وګړي هم ګډون کوي.

راشد دغه راز وویل چې د لښکرګاه ښار ټول صرافان، موټرپلورنځي، زرګران، هټۍوال او عام وګړي مکلف دي چې سر له سبا (د مېزان لومړۍ نېټه) په راکړه ورکړه کي د بهرنیو اسعارو له کارونې ډډه وکړي .

د هغه په وینا چې ټول باید راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي او که څوک سرغړونه وکړي او بهرنۍ پیسې وکاروي، قانوني چلند به ورسره وشي.

Views: 174

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.