ایبک (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د سمنګان ځیني اوسېدونکي د برېښنا بیې له لوړوالي شکایت کوي او وايي، په دغه ولایت کې د یو کیلوواټ دولتي برېښنا بیه له ۶ افغانیو لوړه ده چې خلک یې د ورکولو توان نه لري.
د سمنګان د مرکز ایبکښار اوسېدونکی احمدولی وایي، د دغه ولایت ډېر خلک له فقر او غربت سره مخ دي او د برېښنا د دومره لوړ قیمت ورکولو توان نه لري.
هغه زیاته کړه: «سمنګان کې یو کیلوواټ دولتي برېښنا په ۶.۲۵ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د سمنګان په ځینو ګاونډو ولایتونو کې د برېښنا بیه ټیټه ده.»
د سمنګان د ایبکښار یو بل اوسېدونکی دینمحمد هم وایي، له یوې خوا د کار نشتوالي او له بلې خوا د کور لوړو لګښتونو خلک له ستونزو سره مخ کړي او د برق بیې لوړوالي یې ستونزې لا ډېرې کړې دي.
د سمنګان یاد اوسېدونکی له حکومته غواړي چې ستونزې ته یې پاملرنه وشي او زیاتوي چې مسوولین باید د ګاونډیو نورو ولایتونو په څېر د برېښنا بیې یو شان کولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د سمنګان یو بل اوسېدونکی هاشم وایي، د دغه ولایت خلک له کلونو راهیسې له یادې ستونزې سره مخ دي خو تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.
د کارتۀ خراسان د ګذر وکیل او د ایبک ښار یو مشر مخدم اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګاونډویو ولایتونو په پرتله سمنګان کې د بريښنا بیه دوه چنده لوړه ده او خلک یې د ورکولو توان نه لري.
هغه څرګنده کړه: «په سمنګان کې د استوګنیزو ساحو یو کیلوواټ برېښنا په ۶.۲۵ افغانۍ ده؛ په داسې حال کې چې بغلان او پلخمري ښار کې په ۲.۵ افغانیو پلورل کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، د ایبک ښار په کارته خراسان جومات کې نږدې زر د قرانکریم حافظان او زدهکوونکي د دیني علومو په زدهکړو بوخت دي؛ د دغه جومات په انګړ کې یوه څاه کيندل شوې، په جمهوریت کې د دې څاه د برېښنا بېل رهایشي و چې اوس سوداګریز شوی او لسګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي؛ له رهایشي څخه سوداګریز ته د برېښنا د بېل اړولو د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، سمنګان کې یو کیلوواټ عادي دولتي برېښنا په ۶.۲۵ افغانۍ، بغلان کې په ۲.۵ افغانۍ او فاریاب کې په ۳.۷۵ افغانیو پلورل کېږي.
دغه راز، سمنګان کې چارواکو هم منلې چې په دغه ولایت کې د ځینو ګاونډیو ولایتونو په پرتله د دولتي برېښنا بیه لوړه ده.
سمنګان کې د برېښنا شرکت مرستیال انجینیر عبدالله یوسفي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دا ځکه چې سمنګان په ټوله کې د ازبکستان له برېښنا ګټه اخلي او د ازبکستان برېښنا بیه د ترکمنستان او تاجکستان هغې په پرتله لوړه ده.
هغه زیاته کړه، له همدې امله د سمنګان برېښنا د هغو ولایتونو په پرتله چې د تاجکستان او ترکمنستان له برېښنا ګټه اخلي، لوړه پلورل کېږي.
خو هغه زیاته کړه چې سمنګان کې د برق بیې ټیټولو هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP