[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د پاکستان موقت حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا ادعا کړې چې ترهګر د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
نوموړي دا څرګندونې د وږي په ۳۱مه د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته د خپل هېواد په استازیتوب د وینا پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې پر باکستان بریدونه کوي او دوی به د دغو بریدونو مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.
کاکړ د یادو بریدونو غندنې ترڅنګ ویلي، پاکستان له افغانستانه د دغو بریدونو مخنیوي په موخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
نوموړی وایي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ثبات اړین دی.
د پاکستان لومړي وزیرزیاته کړې: «موږ په افغانستان کې له بېوزله خلکو سره د بشري مرستو جاري ساتلو لپاره مرسته کوو، د افغانستان نجونې او ښځې له ډېرو ننګونو سره مخ دي.»
د یادونې ده، پاکستان له دې مخکې هم دا ډول ادعاوې کړې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په کلکه رد شوې دي.
دا په داسې حال ک ده چې د پاکستان سرپرست حکومت ځانګړی استازی کابل ته په سفر تللی او هلته یې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.
متقي په دې لیدنه ویلي: «امنیتي مسایل دې د مشترکو کمېټو له لارې حل شي او لویې عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کېږي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، افغانستان او پاکستان د دوو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو په توګه باید د یو بل خلاف څرګندنو له ورکولو ډډه وکړي څو د دې سبب نه شي چې د دواړو لورو ترمنځ فاصلې لویې شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت پالیسي په ښه نیت او اخلاص سره بناء ده او کوښښ يې دا دی هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي او په راتلونکي کې د هر ډول ناوړه پېښو رامنځته کېدو مخنیوی وشي.
[/restrict]
Views: 167
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن