Language

په لوګر او میدان‌وردګو کې له ۲۵۰ کورنیو او سلو معلولینو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): سيمه‎‌ییز مسوولین وایي، په لوګر کې ۲۵۰ بې‌ځایه شوو کورنیو ته د لمریزې برېښنا وسایل او په میدان‌وردګو کې سلو معلولینو ته ویلچر بایسکیلونه ورکړل شول.

د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست امر مسعود اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یې د دغه ولایت په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ بې‌ځایه شوو کورنیو ته د لمریزې برېښنا وسایل ورکړل شول.

هغه وویل چې دغه مرسته یې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ وېشلې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د لمریزې برېښنا برابرولو لپاره یې هرې کورنۍ ته ۱۵ قلمه توکي ورکړي چې دوه سولرونه، دوه بېټرۍ، یو چوکاټ، یو کنټرولر، یو صندوق، ۱۵ متره لین او نور اړین وسایل په کې شامل دي.

login or register a new account.