فېروزکوه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲):د غور امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په دولینه، پسابند او دولتیار ولسوالیو کې یې د نشهیي توکو د تولید درې کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
د غور د پولیسو ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو د تېرې شپې په جلا عملیاتونو کې په بېلابېلو ولسوالیو کې د نشهیي توکو د تولید درې کارخونې کشف او له منځه یې وړې دي.»
بدري زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو په یادو کارخونو کې څه باندې ۳۰ زره او ۲۷۴ کیلوګرامه نشهیي توکي لاسته راوړي او سوځولي یې دي.
د غور د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د یادو کارخونو په تړاو شپږ کسان نیول شوي او تر څارنې لاندې دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن