سرپل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون وایي، سرپل کې له ۵۰ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې او د ځمکو د بانک په سیستم کې ثبت شوې ده او له ۴۳ زره ډېره غصب شوې ځمکه تثبیت او پېژندل شوې ده.
سرپل کې د مسوولو سرچینو په وینا، تېره ورځ د غصب شوو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو ولایتي کمېتې د چارو ارزولو په موخه د عدلیې وزارت د سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د ښارجوړونې او کرنې د وزیرانو، د سترې محکمې ځانګړي استازي او د حکومت د قضایایو د رییس په غړیتوب یو پلاوی یاد ولایت ته تللی دی.
د غصب شوو دولتي ځمکو راګرځولو کمېسیون منشي مولوي احسانالله وثیق وویل، سرپل کې د دولتي ځمکو راګرځولو ولایتي کمېټه وروسته د کار له پیلولو توانېدلې چې له ۵۰ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه بېرته راوګرځوي او د ځمکو د بانک سیستم کې یې ثبت کړي.
نوموړي زیاته کړه، په یاد ولایت کې له ۴۳ زرو جریبه ډېره نوره دولتي ځمکه تثبیت او پېژندل شوې چې ډېر ژر به د ځمکو د بانک په سیستم کې شامله شي.
مولوي وثیق وویل، سرپل کې ټولو ادارو د غصب شوو دولتي ځمکو بېرته راګرځولو له کمېټې سره مرسته کړې او دغه کمېسیون سرپل کې خپل کارونه په ډېر ښه ډول مخکې وړي دي.
هغه زیاته کړه: «په هېواد کې په ۴۵ کاله جګړو او ۲۰ کاله اشغال کې د خلکو له لوري دولتي ځمکې غصب شوې چې اسلامي امارت د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو ته ژمن دی.»
د غصب شوو دولتي ځمکو راګرځولو کمېسیون د منشي په وینا، دغه کمېسیون د کار له پیله وروسته توانېدلی چې په ټول افغانستان کې ۷۰۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې له غاصبینو راوګرځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP