Language

د افغاني سرې میاشتې سرپرست په یوه رسمي سفر جینوا ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲ تلې ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ د غړو هېوادونو په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه جینوا ته ولاړ.

د افغاني سرې میاشتې پر خپله اېکس‌پاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې خالص به  د دغه شپږ ورځني سفر پر مهال یاده مشورتي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره هم لېدنې ترسره کړي.

سرچېنې زیاته کړې چې د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ د غړو ملي ټولنو په یاده غونډه کې به په نړیواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران د ستونزو او هغوی ته د حل لارو موندلو پر لارو چارو بحث ترسره شي.