کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۵ پروژو تړونونه چې ټولیز لګښت يې شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ کېږي، منظور کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې نن (یکشنبه) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه وشوه.
سرچينه زياتوي: «د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له ډلې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو هغو د قراردادونو بیاارزونې سپارښتنه وشوه.»
د سرچينې د معلوماتو له مخې، منظور شوې پروژې د ریاستالوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زدهکړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیارد افغانیو ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP