ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د نهه میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي

پروان کې د نهه میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي

author avatar
24 Sep 2023 - 17:10
پروان کې د نهه میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي
author avatar
24 Sep 2023 - 17:10

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت د مرکز په عبدی‌بای کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړېدو خبر ورکوي او وایي چې د دې شبکې له اوبو به ۶۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.

د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق وایي، د اوبو رسولو یاده شبکه د یونیسف له خوا د نهه میلیون او ۶۱ زره افغانیو په لګښت په شپږو میاشتو کې جوړېږي.

هغه وویل: «د سولري سیستم لرونکې یاده شبکه ۱۱۸۱۱ متره اوږودوالی لري، دغه راز ۴۰ متر مکعبه حجم لرونکې ذخیره او د ‍۱۲۰ مترو په ژوروالي یوه څاه لري چې ۴۶۱ نلونه لري او د ۶۰۷ کورنیو لپاره به کور په کور د څښلو اوبه برابرې کړي.»

د عبدی‌بای کلي اوسېدونکی نصیراحمد د یادې شبکې پر جوړولو خوښ دی او وايي، له ۶۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له صحي اوبو محرومې دي او د یادې شبکې په جوړېدو به د خلکو دا ستونزه حل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.