Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې له څه باندې ۱۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

فراه (پژواک، ۲ تلې ۱۴۰۲):  د فراه ولایت سېمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې له څه باندې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته یې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ کړې ده.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د خوراکي توکو دغه مرسته یې پر ۱۱۰۳ بې‌وزلو کورنیو وېشلي ده.

سرچېنه زیاتوي چې هرې کورنۍ ته، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لیتره غوړي، شپږ کیلو دال او ۳۰ پاکټه د ماشومانو تغذي مواد ورکړل شوی دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.