[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند غړو سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي او ویل کېږي، ډېر ښه دی.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تلې په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي اتحادیې غړي اتریش د ازادۍ ګوند مخکښو غړو له مولوي امیرخان متقي سره کابل کې وکتل.
سرچینې زیاته کړې، د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر هغوی ته د هرکلي ترڅنګ وویل: «خوښ یم چې د افغانستان وضعیت له نږدې او په حقیقي بڼه ووینئ، تاسو ته به څرګنده شي چې د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي او ویل کېږي ډېر مثبت متفاوت دی.»
خبرپاڼه کې راغلي متقي په یاده ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اتریش په مرکز ویانا کې د افغانانو د ستونزو حل په موخه د قونسلي خدماتو وړاندي کولو او نورو تسهیلاتو رامنځته کولو په تړاو هم خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، د اتریش د ازادۍ ګوند غړو په ناسته کې خبرې وکړې او ټولو په خپلو ویناوو کې د افغانستان وضعیت تر هغه ډېر ښه وباله چې مخکې له راتګ یې له مطبوعاتو اورېدلي وو.
هغوی وویل: «موږ کابل کي ازاد وګرځیدو له ځینو افغانانو سره مو د اوسني وضعیت په تړاو خبرې هم کړې دي چې له هغوی سره د خبرو په پایله کې راته څرګنده شوې ده چې افغانان په اوسني وضعیت خوښ دي او خپل ژوند خوندي او مصؤن ګڼي.»
دغه راز د ازادۍ ګوند غړي یوهانس وویل: «زه تأسف کوم چې د افغانستان اوسنی مرکزي حکومت چې سرتاسري امنیت یې تامین کړی او په افغانستان کې یې د څلورو لسیزو ناخوالو ته د پای ټکی ایښی بیا هم په رسمیت نه پېژندل کېږي.»
په خبرباڼه کې راغلي، د ناستي په پای کي د ازادۍ ګوند غړو په ټینګار سره وویل او ژمنه یې وکړه چې دوی به د افغانستان اوسني وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي اتحادیې له غړو هېوادونو سره شریکوي.
[/restrict]
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن