ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو او غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له یو کس مړ او ۱۶ تنه ټپیان شوي

میدان‌وردګو او غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له یو کس مړ او ۱۶ تنه ټپیان شوي

میدان‌ښار- غزني ( پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲) سېمه‌ییز مسوولین وایي، په میدان‌وردګو او غزني ولایتونو کې د دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت چک ولسوالۍ اړوند ګردن مسجد سېمه کې یوه موټر چپه شوی چې په پایله کې یې یو ماشوم مړ او اته نور کسان ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپیان د ولسوالۍ نږدې روغتون ته لیږدول شوي خو د ځینو حالت نازک دی.

د غزني ولایت امنیه قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وایي، نن غرمه مهال د کابل – کندهار په لویه لار د مقر ولسوالۍ اړوند بزکو سېمه کې هم یوه فولډر موټر له ۴۰۴ ډوله موټر سره ټکر کړی چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون اته کسان ټپيان شوي دي.

 هغه وایې، ټپیان یې په وخت روغتون ته لېږدولي او د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.

د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

Views: 297

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.