اسعداباد (پژواک، ۲ تلې ۱۴۰۲): د کونړ سېمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې له امله یې د یوې کورنۍ دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کونړ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست، د زیانونو او ارزونې مدیر احسان الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیلابونه نن مازدیګر د واټهپور ولسوالۍ اړوند څپري سېمه کې د سختو ورښتونو او ږلي ورېدو له امله راوتلي دي.
هغه وایي چې دغو سیلابونو د یوې کورنۍ دوه ماشومان له ځان سره وړي او دواړو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې سېمې یو تن اوسېدونکی عبدالولي هم وایي چې یاد ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي او عمرونه یې له اتو تر لسو کلونو وو.
هغه وایي چې د یادو ماشومانو مړي یې د ځایي خلکو په مرسته یې له اوبو راوېستلي دي.
د یادونې ده چې د تېرو څو ورځو ورښتونو د کونړ په یو شمېر نورو سېمو کې هم خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP