ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک: هلمند کې دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه ډېر شي

یو شمېر خلک: هلمند کې دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه ډېر شي

author avatar
25 Sep 2023 - 09:41
یو شمېر خلک: هلمند کې دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه ډېر شي
author avatar
25 Sep 2023 - 09:41

لښکرګاه (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د هلمند یو شمېر خلک وايي، په دغه ولایت کې د برېښنايي تذکرو د وېش یوازې دوه مرکزونه دي، په داسې حال کې چې دا د هېواد په کچه یو لوی ولایت دی چې بسنه نه ورته کوي.

هغوی وايي، ټول خلک د دې توان نه لري چې له لرو پرتو ولسوالیو د تذکرو اخیستلو لپاره مرکز لښکرګاه ته ولاړ شي.

بلخوا د دغه ولایت مسوولین هم د خلکو شکایتونه مني خو وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي او په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مرکز کې هم د تذکرو د وېش مرکز فعال شي.

د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکی مسعود چې د تذکرې اخیستو لپاره د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ته راغلی، وايي: «دا څلور ورځې کېږي چې د احصايې مرکز ته راغلی یم خو تر اوسه نوبت نه دی رارسېدلی، په داسې حال کې چې کور کې مې هيڅوک نشته.»

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې په ټولو ولسوالیو کې دې د برېښنايي تذکرو د ورکړې مرکزونه جوړ شي څو خلک په اسانه تذکرې ترلاسه کړای شي.

د مارجې ولسوالۍ د دونثي بلاک اوسېدونکی محب‌الله هم چې لښکرګاه ته د تذکرې اخیستو په موخه راغلی وايي، اقتصادي وضعه يې ډېره خرابه ده او په وینا يې، باید په هره سیمه کې د تذکرو د وېش مرکزونه فعال شي څو خلک له ډېر لګښت پرته تذکرې واخیستلی شي.

 هغه زیاته کړه: «موږ به مارجې څخه له مجبوریته ۹ کسان په یوه موټر کې راغلي یو، درې څلور ورځې مو وتلې خو نوبت نه دی رارسېدلی.»

دی زیاتوي، هلمند د هېواد په کچه یو لوی او ګڼ نفوسه ولایت دی نو حکومت دې د دغه ولایت جغرافيايي جوړښت ته په پام سره له اړتیا سره سم مرکزونه فعال کړي.

بلخوا د دغه ولایت د احصايې مسوولین د خلکو ستونزې مني خو وايي، دا ستونزه به ژر حل کړي.

د دغه ولایت د مرکزي احصایې رییس حافظ‌محمد رباني هېواد وویل: «د اسلامي امارت له راتګ راهیسې په هلمند کې ۱۲۲ زره ۶۳۸ زره تذکرې وېشل شوې او پلان لري چې په ولسوالیو کې هم نوي مرکزونه فعال شي.»

هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ لپاره د تذکرو د وېش مرکز منظور شوی او په نږدې راتلونکې کي به خدمات پيل کړي.

نوموړی وايي، په لښکرګاه کې د تذکرو د وېش یو مرکز په ۱۴۰۱ او دویم په ۱۴۰۲ کال کې فعال شوي چې اوس هر مرکز په ورځني ډول ۵۵۰ کسانو ته تذکرې ورکوي.

خو زیاتوي چې د هرې ورځې مراجعینو شمېر زرګونو کسانو ته رسېږي چې ډېری يې له ولسوالیو ورځي.

د یادونې ده، په ډېرو دولتي او خصوصي ادارو کې د استخدام، پاسپورټ، نکاح‌خط او نورو کارونو لپاره د برېښنايي تذکرې شتون اړین دی نو ځکه د تذکرو د وېش هر مرکز کې د مراجعینو شمېر زیات او اخیستل يې څو شپو ورځو وخت ته اړتیا لري.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.