کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د اذربایجان په قرهباغ سیمه کې د نفتي توکو په یوه زېرمه کې د چاودنې له امله ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د چاودنې لامل تر اوسه روښانه نه دی او نه هم څرګنده ده چې څوک په کې مړه شوي خو د ارمني بېلتونغوښتونکو چارواکي هم تاییدوي چې په دې پېښه کې مرګژوبله اوښتې ده.
قرهباغ کې د بشري حقونو څارونکي ګغام استپانیان ویلي چې په دې پېښه کې ۲۰۰ کسان ټپیان شوي او سیمه کې مرستندویې عملیاتي ډلې پر کار بوختې دي.
حکومتي چارواکو په یوه بیانیه کې ویلي: «د استپاانکرت – اسکرا لویې لار ته نږدې د تېلو په یوه زېرمه کې درنه چاودنه شوې ده.»
د معلوماتو له مخې، دغه پېښه هغه مهال شوې چې قرهباغ کې مېشته د ارمنیانو یوه ډله له یادې سیمې د وتلو په موخه خپلو موټرو ته د سونتوکو پیدا کولو لپاره راټول شوي وو.
قرهباغ کې د بشري حقونو څارونکي په خپله اېکسپاڼه کې د دې پېښې د ډېر شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د اذربایجان پوځ د یوه ورځني عملیاتو له ترسره کولو وروسته د ارمني بېلتونغوښتونکو ځواکونه دې ته اړ کړل چې خپلې وسلې کېږدي او له اذربایجان سره د قرهباغ د بیا یوځای کېدو په موخه د خبرو پیلولو په اړه هوکړه وکړي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن