کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): یو شمېر چینایي صنعتکارانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د ۱.۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د موبایل چارجرونو د تولید مشینري له خپل هېواده افغانستان ته راولېږدوي.
د صنعت او سوادګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن د دغه وزارت مرستیال مولوي قدرتالله له یو شمېر چینایي صنعتکارانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
سرچینې لیکلي چې یاد چینایي صنعتکارانو او سوداګرو په دې لیدنه کې ویلي، په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د موبایل د چارجرونو تولید لپاره د ۱.۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت مشینري له چین څخه افغانستان ته راولېږدوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له افغان سوداګرو سره په ګډه جوړېدونکې یاده فابریکه کې به تر ۳۰۰ هېوادوالو د کار زمینه برابره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې یادو چینایي سوادګرو په ځينو نورو برخو کې هم د لس میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه وکړه.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرتالله جمال ویلي چې فابریکې باید باکیفیته توکي جوړ کړي څو د هېوادوالو د خوښې او باور وړ وګرځي.
هغه زیاته کړې، رسنۍ هم باید له کورنیو تولیداتو هېوادوال خبر کړي او د هغو استفادې ته خلک وهڅوي.