Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې سوداګر د صنعتي پارکونو جوړولو غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): غزني کې سیمه‌ییزو سوداګرو له حکومتي چارواکو سره په ګډه ناسته کې د صنعتي پارکونو جوړولو او سوداګرو او صنعتکارانو ته د ځمکو ورکولو غوښتنه وکړه.

په یاده غونډه کې چې نن ترسره شوه د غزني لسګونو سوداګرو او د دولتي ادارو مسوولینو ګډون کړی و چې د دغه ولایت سوداګرو د کرنې، سوداګرۍ او صنعت وده د هېواد د پرمختګ لپاره اساسي ټکي وبلل او له اسلامي امارت یې غوښتنه وکړه چې دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د یادو سوداګرو له ډلې جاوید وویل چې ولایتي چارواکي دې په دغه ولایت کې صنعتي پارکونه فعال کړي او سوداګرو او صنعتکارانو ته دې ځمکې ورکړل شي، څو په سمه توګه پانګونه وشي.

نوموړي وویل: «سوداګرو ته د صنعتي پارکونو جوړول د پانګوالو په جذبولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزمن تمامېدلی شي.»

هغه زیاته کړه، ولايتي چارواکي دې د پاسپورټ او مستوفيت مسوولينو ته هم لارښوونه وکړي چې د سوداګريزو پاسپورټونو د وېش ستونزه هواره او هم دې د هغوی مالیاتي اسنادو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي.

د غزني سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د سوداګريزو فعاليتونو لپاره د دولت له لوري څلور صنعتي پارکونه په پام کې نيول شوي، د ځينو اداري چارې هم بشپړې شوې، خو د اسلامي امارت مشرتابه فرمان ته په تمه دي، څو دغه پارکونه سوداګرو ته ووېشل شي.

د غزني سوداګرۍ او صنايعو خونې آمر مولوي احمدالله ناصر وویل، د دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو د ښه تثبیت په موخه د اسلامي امارت مشرتابه تر دویم امر پورې په ټولیزه توګه د دولتي ځمکو د وېش لړۍ ځنډولې ده.

په ورته وخت کې د غزني والي امین‌جان عمري سوداګر د هېواد سرمايه وبلل او د هېواد په ابادۍ کې يې د هغوی رول مهم ګڼي.

هغه زیاته کړه، د هېواد ډېرو پانګه‌وال پخوا د ناامنیو او زور زیاتیو له امله خپل هېواد پرېښی او نورو هېوادونو ته کډوال شوي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو هوارول به د ولایتي ادارې له لومړیتوبونو وي او په دې برخه کې به هیڅ ډول بې‌غوري ونه کړي.

د سوداګرو په وینا، غزني کې د صنعتي ښارګوټو لپاره پیرکه، روضې کوتل او پي‌ار‌ټي سیمې د سردار داوود خان او جمهوریت پرمهال کې مشخصې شوې وې خو تراوسه په کې صنعتي ښارګوټي نه دي جوړ شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.