کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ (دوشنبه) له ټاس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي چې روسیې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه کې د ناظر په توګه امریکا ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
هغه زیاته کړې: «نه، موږ [د امریکا استازو] ته بلنه نه ده ورکړې او کوم پروګرام مو هم نه درلود.»
کابلوف زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره د ترویکا ناستې فارمټ اوس په عملي توګه له منځه تللی دی.
هغه څرګنده کړې: «د روسیې، چین، پاکستان او ایران څلورګونې ډلې خپل ځای ساتلی، دا چوکات تراوسه خپل کار ته دوام ورکوي، وروسته به وګورو.»
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره پرون د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته ولاړ.
د افغانستان په تړاو دغه ناسته به د سپټمبر په ۲۹مه (د تلې ۷مه) د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن