ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي او د پوتین سلاکار د افغانستان او روسیې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي

متقي او د پوتین سلاکار د افغانستان او روسیې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي

author avatar
26 Sep 2023 - 23:43
متقي او د پوتین سلاکار د افغانستان او روسیې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي
author avatar
26 Sep 2023 - 23:43

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین له سلاکار سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او سیاسي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه غږېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د تلې په څلورمه د شپې ناوخته پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سلاکار ادلګریف روسلان سعید حسینویچ سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په ناسته کې متقي د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ برخه کي د عملي ګامونو پورته کولو او په بېلابېلو نورو برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مخ پر وده او مهمي وبللې.

دغه زار، د بهرنیو چارو وزیر د نشه‌يي توکو مخنیوی، د روږدو درملنه، د امنیت ټینګښت، د داعش له منځه وړل او د افغانستان سرحدونو ساتل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو وبلل.

د روسیې د ولسمشر سلاکار سعید حسینویچ د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته مسکو ته د ورتلو هرکلی وکړ او په یادو برخو کې یې د اسلامي امارت د ترسره کړو اغېزناکو او ګټورو ګامونو ستاینه وکړه.

نوموړي چمتووالی وښود چې حکومت به یې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کي همکاري وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسنیو پرمختګونو حقیقي تصویر باید نړۍوالو ته وړاندې شي څو هر څوک پر حقیقت پوه شي.

په پای کې دواړو لورو له ناستې خوښي څرګنده کړه او د اقلیمي بدلون، تعلیم، سوداګرۍ، کرنې، صنعت او سپورت برخو کې د ښکېلتیا یادونه وشوه او د دوه اړخیزه اړيکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ «د مسکو فارمټ» ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی دی.

د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

دا ځل د افغانستان په اړه دغه غونډه به د سپټمبر په ۲۹مه (تلې اوومه) د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د مسکو فارمټ غونډه کې به له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزه په اړه خبرې وشي، خو د ناستې ګډونوال به په افغانستان کې د ټول‌ګډون حکومت پر جوړښت ډېر تمرکز ولري.

[/restrict]

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.