میمنه (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د معاشونو له کمښته د فاریاب د مرکز میمنې ښاروالۍ کارکوونکو له شکایت وروسته اړوند مسوولینو اعلان وکړ چې د دې ادارې د کارکوونکو معاشونه تر ۶۰ سلنې لوړ شوي او کاري ساعتونه یې هم ډېر شوي دي.
د میمنې ښاروالۍ کارکوونکي د خپلو معاشونو له لوړېدو خوښ دي او وايي، یوه میاشت کېږي چې له رسمي ساعتونو څخه دوهنیم ساعته ډېر کار کوي.
د هغوی په خبره، مخکې به یې د سهار له اتو بیا د مازدیګر تر څلورو کار کاوه چې له پنځه تر ۱۲ زره افغانۍ معاش به یې ترلاسه کاوه خو له یوې میاشتې راهیسې د سهار له اوو بیا د مازدیګر تر پنځو کار کوي چې په مقابل کې یې ۶۰ سلنه ډېر معاش ترلاسه کوي.
د میمنې ښاروالۍ یوه کارکوونکي عبدالجلیل پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې یې پنځه زره افغانۍ معاش درلود، د کورني لګښتونو پوره کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ و خو اوس خوښ دی چې معاش یې لوړ شوی، تېره میاشت یې اته زره افغانۍ معاش ترلاسه کړ او وروسته له دې یې اړتیاوې تر یوه بریده پوره کېږي.
د ښاروالۍ یو بل کارکوونکی غلامنبي چې څه باندې ۶۰ کاله عمر لري وایي، معاش یې ۵۵۰۰ افغانۍ و چې نه یې شو کولای د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
خو زیاته یې کړه، خوشحاله دی چې اسلامي امارت د ښاروالۍ بېوزلو کارکوونکو ته پام کړی او معاشونه یې ورلوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه: «مخکې مو معاش ډېر کم و خو دا چې خپل ښار او خلکو ته مو کار کاوه، نه ستړي کېدو، اوس چې حکومت مهرباني کړې او زموږ معاش یې لوړ کړی، ډېر خوشحال یم او د پخوا په نسبت ډېر کار کوم.»
د میمنې ښاروالۍ د تنظیف برخې یو پرسونل نظرمحمد وایي، مخکې له دې یې ۶۲۰۰ افغانۍ معاش اخیست، هره ورځ به له اتو ساعتونو ډېر د سړکونو او لښتیو پر پاکولو بوخت و، په دغه معاش یې د ژوند لګښتونه نه شوای پوره کولای.
نوموړي وویل: «خوښ یم چې تېره میاشت مې د لس زره معاش او اضافهکارۍ ترڅنګ د روان کال د پنځو میاشتو اضافهکاري هم ترلاسه کړه، له ښاروال او حکومت څخه مننه کوم.»
د میمنې ښاروالۍ یوه کارکوونکي مصطفی خلیلزاده وویل، له پنځو کلونو راهيسې یې اته زره افغانۍ معاش درلود چې د ژوند اړتیاوې یې نه پرې پوره کېدې، خو اوس خوښ دی چې معاش یې ۶۰ سلنه لوړ شوی او تر یوې اندازې یې اړتیاوې پوره کېږي.
د میمنې ښار د درېیمې ناحیې مدیر انجنیر ذبیحالله بهزاد هم وایي، په پنځم بست کې کار کوي او معاش یې ۹۷۰۰ افغانۍ و خو په دې وروستیو کې د میمنې د نوي ښاروال د هڅو په پایله کې د یادو بستونو معاشونه له اضافهکارۍ سره ۱۴ زره افغانیو ته لوړ شوي دي.
بهزاد وویل، په اوسنیو شرایطو کې ۱۴ زره افغانۍ معاش مناسبي پیسې دي؛ له یوې خوا د کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کېږي او بل پلو هېواد او خلکو ته ښه خدمت کوي.
دغه راز، د میمنې ښاروال داملا ګلاحمد مبشر وایي، دغه ارګان ۱۹۳ اداري او تنظیفي کارکوونکي لري چې معاشونه یې ۶۰ سلنه لوړ شوي او ورته مهال، د هغوی کاري ساعتونه هم ډېر شوي دي.
مبشر زیاته کړه چې د اړوندو چارواکو د پریکړې سره سم، د ټولو کارکوونکو اضافهکاري د ۱۴۰۲ کال له لومړۍ نیټې څخه د بانک له لوري اجرا شوې چې دغه کار د ټولنې له کارګر او وړ قشر څخه د حکومت ملاتړ بیانوي.
نوموړي چې د میمنې ښاروالۍ پرسونل ترمنځ خبرې کولې هغوی ته یې په خطاب وویل: «مخکې مو له اتو تر درې نیمو بجو کار کولو او ټاکلی معاش مو درلود؛ خو اوس مو معاشونه ۶۰ سلنه تقریبا دوه برابره لوړ شوي، بناء ملکف یئ د سهار له اووه بجو د مازدیګر تر پنځو بجو پورې کار وکړئ.»
هغه زیاته کړه چې خلکو او ټولنې ته خدمت عبادت دی او څوک باید په دنده کې بېغوري او غیرحاضري ونه کړي او هر کله چې کوم کارکونکي ته ستونزه پېښیږي کولای شي له خپلو قانوني رخصتیو ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP