مزارشریف (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د بلخ چاپېریال ساتنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې هغه ۲۵ بېلابېل ډول مرغان ازاد شول چې د ښکاریانو له خوا نیول شوي وو.
دغه مرغان د بلخ د چاپېریال ساتنې ادارې له خوا د مزار – حیرتان پر لویه لار د تازه امید سیمه کې بېرته طبیعت خوشي شول.
د بلخ چاپېریال ساتنې رییس محمد محمدي وایي، تېره ورځ د مزار – حیرتان پر لویه لار د تازه امید ریګي سیمه کې د بلخ ولایت مقام، استخباراتو او امنیې قوماندانۍ د استازو په حضور کې ۲۵ بېلابېل ډول مرغان ازاد شول.
هغه وویل، په ازاد شوو مرغانو کې ۴ باښې، ۳ سپین بند، ۴ تور بتي او ۱۴ باد خورک شامل دي.
د چاپېریال ساتنې رییس دغه راز له خلکو وغوښتل څو له ناقانونه ښکار څخه لاس واخلي که نه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.
دغه راز د مزارشریف ښار اوسېدونکي عزیزالرحمن د چاپېریال ساتنې ریاست د دغه کار ستاینه کوي او وایي چې چاپېریال پر مرغانو ښه ښکاري او باید ونه نیول شي.
هغه زیاتوي، ډېری مارغان چې ښکار کېږي، نسل یې له انقراض سره مخ کېږي او ښایي په ټولیزه توګه له هېواده ورک شي، نو باید مخنیوی یې وشي.
بلخ کې دغه مرغان په داسې حال کې ازادېږي چې له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې چاپېریال ساتنې ریاستونو له لوري نیول شوي مرغان او حیوانات ازاد شوي دي.
Views: 316
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن