کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، پولیس دې د مشرانو فرامینو په پلې کولو کې له اخلاقو کار واخلي او که پر خپلې وړتیا او نصاب پر ځان بسیا شي هیڅوک نه شي کولای چې د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراجالدین حقاني تېره ورځ د پولیسو اکاډمۍ د نصاب بیاکتنې سیمینار پایغونډه کې ګډون وکړ.
حقاني په دغه غونډه کې ویلي: «ښوونیزو بنسټونو ته کار کول مې ستر ارمان و، له نېکه مرغه هغه ورځ را ورسېده، اوس د هېواد بچیانو د روزنې په موخه پر منظم نصاب کار شوی دی.»
هغه ویلي که پولیس پر خپلې وړتیا او نصاب پر ځان بسیا شي، هیڅوک نه شي کولای چې د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
حقاني زیاته کړې: «د جهادي بهیر وینه که راټوله شي، د قوش تېپې کانال د اوبو په څېر به وبهیږي، خدمت به مو هغه وخت کامل شي چې د خپل مزاج پر ځای اسلامي او افغاني فکر راباندې غالب وي او کار پرې وکړو.»
هغه له پولیسو غوښتي چې د ښوونې او روزنې د بشپړ ډاډ له ترلاسه کېدو وروسته مسوولیت ته مخه کړي د هغه په خبره، جهاد، د دغه هېواد د ازادۍ او ابادۍ په موخه و او باید د دندې بدیل ونه ګڼل شي.
هغه پولیسو ته په خطاب کې ویلي چې اخلاص او اخلاق یې تر ټولو باید لوړ وي او ترې غوښتي یې دي چې د مشرانو فرامینو په پلې کولو کې له اخلاقو کار واخلي.
د کورنیو چارو وزارت اداري معینیت د دفتر رییس شیخ محمدطاهر هم په یاده ناسته کې ویلي چې د پولیسو اکاډمۍ په اوسني نصاب کې د انګلیسي اصطلاحاتو پر ځای ملي ژبو ته ځای ورکړل شوی او دغه راز د نصاب بشپړولو په موخه په ټول توان د پولیسو ښوونې او روزنې لپاره دغه نصاب کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP