Language

مولوي نعیم‌الحق حقاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس شو

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): مولوي نعیم‌الحق حقاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس او مولوي احمدالله متقي د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په توګه وټاکل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چي دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، مولوي احمدالله متقي تر اوسه د ریاست‌وزراء د دفتر، د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال او مولوي نعیم‌الحق حقاني د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په توګه دندې ترسره کولې.

د یادونې ده چې له دې مخکې قاري محمدیوسف احمدي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د رییس په توګه دنده ترسره کوله، خو هغه څه موده مخکې د ملي راډیو ټلویزیون د رییس په توګه ګومارل شوی دی.