کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې ۱۱۱ افغان کډوال نیولي دي.
اناتولي خبري اژانس تېره ورځ ناوخته (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د ترکیې امنیتي ځواکونو په چناقکلا کې ۴۱ غیرقانوني کډوال نیولي او ۷۹ نور یې د ډوبېدو له ګواښه ژغورلي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه ځواکونه د ايواجيک په سواحلو کې په دوو لاستیکي کښتيو کې د غیرقانوني کډوالو د شتون په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته سيمې ته استول شوي.
په راپور کې لیکل شوي چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ ناقانونه افغان کډوال په لاستیکي کښتۍ کې چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې په اوبو کې درول شوي وو، ژغورل شوي او ساحل ته وړل شوي دي.
د راپور د اطلاعاتو له مخې، په نورو عملیاتو کې په کښتیو کې سپاره ۴۱ افغانان چې د «TCSG-8» کښتۍ ځواکونو له خوا پېژندل شوي وو، نیولي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږي په ۲۱مه هم د ترکیې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په چناقکلا او ادیرنه ولایتونو کې د افغانانو په ګډون ۱۴۰ ناقانونه کډوال نیولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP