[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): په کندهار ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
ځایي مسوولین وایي، د کندهار سپینبولدک پر لویه لار یو موټرسایکل چې دوه کسان پرې سپاره وو، له ولاړ ټېلر موټر سره ټکر کړی چې یو کس مړ او بل سخت ټپي دی.
مسوولین زیاتوي چې ټپي د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.
دغه پېښه نن چهار شنبې ماخوستن ناوخته د کندهار ښار – سپينبولدک ولسوالۍ پر لار شوې ده.
بلخوا، نن ماسپښين شاوخوا څلور بجې د کندهار ښار پنځمې ناحيې اړوند د مېوې مارکېټ مخې ته يو لس کلن ماشوم موټر وهلی او مړ شوی دی خو موټرچلوونکی له سيمي په تېښته بريالی شوی.
چارواکو د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
[/restrict]
Views: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن