کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د مویټای مسلکي لوبغاړي قهرمان شاهین په فني ضربې سره خپل روسي حریف ناکاوټ کړ او تایلنډ کې یې د مسلکي مویټای اتلولۍ کمربند وګاټه.
قهرمان شاهین پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، یاده سیالي تېره شپه (چهارشنبې) د ټایلنډ پوکت ښار په بوکسبنګله لوبغالي کې د مویټای «اتل د اتل پر وړاندې» په مرکزي لوبه کې ترسره شوه چې دی وتوانیده چې په فني ضربې سره خپل روسي سیال یاکوب عمري په دویم پړاو کې ناکاوټ کړي.
د شاهین او عمري سیالي چې یوه مرکزي لوبه وه، په ۶۳ کیلوګرامه وزن او پنځه درې دقیقهیي پړاوونو کې ترسره شوه.
نوموړی د افغانستان لومړنی ورزشکار دی چې په یادو سیالیو کې یې د اتلولۍ کمربند ترلاسه کړی دی.
د یادونې ده، پوکت د مویټای ورزش یو اړین ښار دی.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن