Language

حقاني: د عصري او ديني علم ترمنځ فاصله ایجادول د ډېرو ستونزو لامل ګرځېدلی

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، د عصري او ديني علم په نوم د علم ترمنځ فاصله ایجادول د ډېرو ستونزو لامل ګرځېدلي، ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او اړينه ده چې تر ټولو ډېر پام د مثبت ذهنیت جوړښت ته وشي.

د کورنیو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د هېواد له ځینو سیاسي شخصيتونو او لیکوالانو سره کتلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، حقاني ويلي چې د عصري او ديني علم په نوم د علم ترمنځ فاصله ایجادول د ډېرو ستونزو لامل ګرځېدلي، ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او اړينه ده چې تر ټولو ډېر پام د مثبت ذهنیت جوړښت ته وشي.

هغه زياته کړې: «د فکري اختلافو ستونزه به هم په مشوره او وحدت حل شي، خو مهمه دا ده چې موجود فرصتونه ضایع نه شي، د متقابل زغم له لارې اکثره ستونزې ختمېدای او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تلای شي.»

هغه په یاده کتنه کې دا هم ویلي چې له جواز پرته څوک وسله نه شي ګرځولای او د پوليسو د تشکیلاتو تر بشپړاوي وروسته به یې جوازونه او يونیفورم هم تکمیل شي.

هغه زیاته کړې چې حکومت له هيچا سره ستونزه نه لري او په دوحه کې شوې ژمنې د دوی له خوا عملي شوې دي.

د سیاسي چارو پوه حميدالله هوتک په دې ليدنه کې ویلي چې د کورنيو چارو د سرپرست وزیر سفرونه د ولس د اقشارو ترمنځ د وحدت سبب ګرځېدلي دي.

هغه د مشرانو دا ډول سفرونه د ملي او سیاسي تفاهم د روحیې د پياوړتیا لپاره ګټور بللي او ویلي یې دي چې د ولس د حقونو تضمین د حکومت مسوولیت دی.

بل سياسي شنونکي نعیم ګل څمکني په یاده ناسته کې ویلي: «د پردیو توطیو دا هېواد شاوخوا ۴۵ کاله په شخړو کې ښکېل کړی و، باید له دې وروسته افغانان د نورو په لمسون د ناخوالو د ایجاد هڅه ونه کړي.»

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې نورو ګډونوالو وغوښتل چې له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون باید د کادرونو د رابللو چارې لا ګړندۍ کړي او د پردیو هېوادونو له کمپونو یې را وباسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.