Language

د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د اداري ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

سرپل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ د اداري ودانۍ چارې د یاد ولایت د مسوولینو له لوري د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه د یادې ودانۍ د بنسټ اېښودو په مراسمو کې وویل، دغه ودانۍ پر ۶۰۰ مترمربع ځمکه کې په درېیو پوړونو کې جوړېږي او انکشافي بودجه یې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکول کېږي.

د هغه په خبره، د یادې ودانۍ د جوړېدو چارې به په شپږ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه چې هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې په اوږدو کې د کوهستانات ولسوالۍ ادارې ودانۍ نه درلوده.

نوموړي د یادې ودانۍ پر کیفیت ټینګار وکړ او له ځایي مسوولینو یې د ودانۍ د چارو د دوامداره څارنې غوښتنه وکړه.

د هغه په خبره، ډېر ژر به په یاده ولسوالۍ کې نورې پراختیايي پروژې هم پلې شي.

Related Topics