Language

د ا.ا مشر په کندهار کې د ۲۰۵ قول‌‌اردو له روغتونه لېدنه وکړه

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): ملي دفاع وزارت وایي چې د اسلامي امارت مشر په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول‌اردو له روغتونه لېدنه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په دغه سفر کې په تېر «شل کلن جهاد کې د معیوب شوو مجاهدین عیادت وکړ.»

هغه ډاکټرانو ته سپارښتنه کړې چې د یادو معیوبینو خدمت باید په ښه شکل ترسره کړي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت مشر له دې مخکې یاد ولایت کې د عینومینې ۳۵۰ بستریز روغتونه هم لېدنه کړې وه.