Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې یو کس د شل زره ډالرو د قاچاق په تور نیول شوی

کابل (پژواک، ۷ تلې ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د تورخم سرحدي پولیسو یو کس د ۲۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق په تور نیولی چې غوښتل یې دغه پیسې په ناقانونه توګه ګاونډي هېواد ته انتقال کړي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سرحدي پولیسو لوی ریاست منسوبینو په تورخم کې یو کس د پلټنې او تلاشۍ پر مهال په داسې حال کې نیولی چې ۲۰ زره امریکایي ډالر یې په خپلو څپلیو کې په ډېر مهارت ځای پرځای کړي وو.

سرچینې لیکلي چې دغه کس غوښتل یادې پیسې په ناقانونه ډول ګاونډي هېواد ته انتقال کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د هېواد په سرحدي پولو کې په غیرقانوني توګه د پیسو انتقالوونکي نیول شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.